د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون مشر د افغان سولې په روانه پروسه کې د پاکستان پر نیت شک څرګندوي او وايي، چې دغو خبرو اترو ته هيله من نه دى. د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون مشر عبدالستار سعادت که څه هم د سولې د ټينګښت په موخه د هر راز هڅو هر کلی کوي، خو وايي، چې پاکستان ښه پېژني او دې شناخت ته په کتو د سولې روانو خبرو اترو ته هیله من نه دی. نوموړي پر امریکا هم نیوکه کړې، چې د سولې په برخه کې یې پر پاکستان اړین فشار نه دی راوړی. سعادت د سولې په ټينګښت کې د چين همکارۍ ته په اشارې سره وويل: "پر چين شک نه لرو؛ خو د چين لپاره لا ډېر ژر ده چې د قضيو ژورو ته ځان ورسوي."