په ملګرو ملتونو کې د امریکا خاص استازي ویلي، چې پر شمالي کوریا به دغه بندیزونه تر ۲۰ کلونو لګول شوي وي. د امنیت شورا له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې تازه یې د شمالي کوریا د خامو اټومي موادو پر پلور، بهر ته د هغه هېواد د ډبرو سکرو، اوسپنې، سرو زرو او کیمیاوي موادو پر صادرولو بندیزونه لګولي دي. امنیت شورا دغه راز ګواښ کړی، که د کیم جونګ اون په مشرۍ د شمالي کوریا دیکتاتوري نظام له دې وروسته خپلې اټومې وسلې وازمایلې، نو تر دې به هم له سختو بندیزونو سره مخ شي.