اندونیزیا کې زوروره زلزله شوې او پکې د سونامی خبرداری هم ورکړل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66195
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-02

په اندونېزیا کې د ریختر په کچه ۷،۹ درجې زلزله شوې او د ځمکې پېژندنو ادارو په هغه هېواد کې د سونامي خبرداری هم ورکړی دی. د امريکا د ځمکې پېژندنې ادراې ویلي، دغه زوروره زلزله د اندونيزيا په لوېديځ سمندر غاړه کې شوې ده. په اندونيزيا کې چارواکو په لوېديځ او شمالي سوماټرا او اچي کې د سونامي خبرداری هم ورکړی دی. اسټراليا هم په کوکاس او کرسمس ټاپو کې د سونامې د راتلو وېره ښکار کړې ده. د دغه هېواد چارواکو له خلکو غوښتي چې له سمندر غاړو لرې اوسي. د مالوماتو پر اساس په ۲۰۰۴ کې د هند سمندر کې د ۸.۹ درجو په قدرت زلزله شوې وه، چې له امله تر ۲۰۰ زرو زيات کسان وژل شوي وو.