د ټاپي د عملي کېدو پر لور بل ګام؛ د تخنیکي او اقتصادي مطالعې لپاره پانګه ځانګړې شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66196
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-04

د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژې د عملي کېدو په لړ کې شریکو هېوادونو په دې پروژه کې د لومړنۍ پانګونې تړون لاسلیک کړ. دا تړون د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د استازو ترمنځ تېره اونۍ د ترکیې په پلازمېنه ستانبول کې لاسلیک شو. د تړون له مخې څلور واړه شریک هېوادونه به په لومړي ګام کې پر دې پروژې ۲۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي، چې دا به د پروژې تخنیکي او اقتصادي څېړنې ته لار پرانیزي. د مخکني تړون له مخې ترکمنستان په ټاپي پروژه کې د پانګونې ۸۵ سلنه او پاتې نور دری شریک هېوادونه هر یو پنځه پنځه سلنه پانګونه کوي. په دې توګه د استانبول په وروستۍ ناسته کې غړو هېوادونو هوکړه کړې ده چې ۲۰۰ میلیونه ډالره ابتدايي پانګه به پر غړو هېوادونو د همدې سهم پر اساس وېشل کېږي. په یاده غونډه کې په ټاپي پروژه کې د ابتدايي پانګونې په اړه هوکړې شوې ده او ټاکل شوې چې د نهايي پانګونې په اړه هم ډېر ژر د روان کال په نیمايي کې غونډه ترسره شي. د غونډې ګډونوالو هیله څرګنده کړې ده چې وروستۍ هوکړه به د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژې تخنیکي مطالعاتو ته لار هواره کړي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت هم ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو میاشتو کې به د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین تخنیکي او اقتصادي څېړنې پیل شي. ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ د لېږد هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي. د دې پروژې د عملي کېدو تړون د ۱۳۹۴ کال د زمري میاشتې په ۱۳ مه د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو ترمنځ په ترکمنستان کې لاسلیک شو. ټاکل شوې دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي. همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي. له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي. دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د میلیونونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي. د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا لس میلیارده ډالره اټکل شوی دی، چې د اسیا پراختیايي بانک او د امریکا متحده ایالتونو یې د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده.