د بغلان ولایت په ډنډغوري سیمه کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو د پراخو او ځانې زیانونو راپورونه ورکړل شوي، خو د عملیاتو له پیل سره ددې سیمې په خلکو د نهرونو اوبه هم بندې شوې دي.
په همدې موخه د ډنډغوري لسګونه قومي مشرانو، خلکو او ماشومانو د بغلان ولایت د مقام پر وړاندې اعتراض وکړ او د اوبو د بیرته خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.
په ملي شورا او لایتي شورا کې د بغلان د خلکو استازي په خلکو د اوبو بندول له خلکو سره ظلم او خیانت بولي.
د خلکو دغه استازي وايي، چې په دې اړه یې څو ځله ولایت ته خبر ورکړی، خو والي او نور حکومتي چارواکي له دې موضوع ناخبري ښيي.
خو د بغلان د اوبو رسونې ادارې سرپرست وایي، چې له عملیاتو شپږ ورځې وروسته افغان ځواکونو ورنه غوښتنه کړې چې یادې سیمې ته د غځیدلي ګوهر ګن نهر اوبه بندې کړي.
د اوبو رسونې ادارې په وینا، د امنیتي ځواکونو دلیل دا دی، چې اوبه د دوی د عملیاتو پر وړاندې ستونزه جوړوي.
د بغلان د ډنډ غوري پر خلکو اوبه په داسې حال کې بندې دي، چې په دې سیمه کې لاهم د افغان ځواکونو عملیات روان دي او چارواکي ادعا کوي چې ډیرې سیمې یې له وسله والو مخالفانو تصفیه کړې دي.
د بشري حقونو فعالین دا کار د افغانستان د قوانینو، د اسلام د مقدس دین او بشري حقونو خلاف کړنه بوله او له حکومته غوښتنه کوي چې په جګړه کې بشري او انساني حقونو ته درناوي وکړي. دوی وايي چې په هلمند او ځینو نورو سیمو کې هم دغه ډول کړنې شوې دي چې دولت یې په اړه باید ځواب ووايي.