ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغان سولې په باب خبرې کړي. سپینه ماڼۍ وایي اوباما د دغه ویډیو کنفرانس له لارې له طالبانو سره د سولې په موخه د اشرف غني هلې ځلې وستایلې. سرچینه زیاتوي، اوباما غني ته ډاډ ورکړ، چې امریکا د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت ملاتړې ده. نوموړي زیاته کړې، د سولې دغه پروسه کولای شي چې پر افغانستان سربیره په سیمه کې دایمي ثبات رامنځته کړي.