د زابل ارغنداب ، ميزاني او خاک افغان ولسواليو ته سلګونه ناپيژاند بهرني جنګيالي راغلي دي او هلته د جنګ نوي مرکزونه جوړوي ، ځايي اوسيدونکي وايې چې هغوی په بهرنيو ژبو خبري کوي ، ښځي هم ورسره دي او په خورا پرمختللو وسايطو او وسلو مجهز دي .
د ولسوالۍ ولسوال او د ولايتي شورا مشر هم د دې خبري پخلی کوي ، خو د زابل والي وايې چې په دې اړه يې پلټني پيل کړي دي .
د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي وايې ، چي دلته په نوې بڼه بهرني جنګيالي پيدا سوي دي او دا مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون په دوه سوه کورونو کي ځای پر ځای سوي دي .
اوسيدونکي وايې چي هغوی بهرنيان دي خو کلتور او لباس يې پاکستانيانو ته ورته دی او خبري هم په بهرنيو ژبو کوي.
د ولسوالۍ ولسوال محمد ظريف هم د ځايي اوسيدونکو د دې خبري پخلی کوي او وايې چي دا بهرني جنګيالي په غرنيو سيمو کي اوسي او تر اوسه يې پر يوه امنتي پوسته وسله واله حمله هم کړې ده .
د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان وايې چې بهرني وسله وال د ارغنداب تر څنګ په ميزانه او خاک افغان ولسواليو کي هم ځای پر ځای سوي دي ، نوموړی وايې چې هلته ورغلو بهرني جنګياليو خلکو ته ځانونه د القاعده د ډلې اړوند ښودلي دي .
د زابل والي محمد انور اسحاقزی وايې ، چي په دې اړه دوی ته هم راپورونه رسيدلي دي ، خو د پلټني او روښانيتا دپاره يې امنتي جلسه را بللې ده ، په وينا يې چې د معلوماتو تر بشپړولو وروسته رسنيو ته بشپړ معلومات ورکوي .
د زابل ليري پرتي ولسوالۍ اوس هم د دولت له ولکي وتلي دي ، تير کال هلته د داعش وسله وال هم پيدا سوي وه چي د طالبانو سره تر جګړو وروسته يې فعاليتونه پيکه او له سيمي ووتل .