غربي رسنیو په خپلو شننو او لیکنو کې ویلي، چې د سولې په مخامخ خبرو کې د طالبانو د نه ګډون اعلان ښې راتلونکې ته د افغانانو هیلې زیانمنې کړې. طالبانو د سولې په را روانو خبرو کې تېره ورځ د نه ګډون اعلان وکړ، غربي رسنیو پر دې موضوع لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. لاس انجلس ټایمز په دې اړه راپور کې ویلي، چې طالبانو په دغه اعلان سره د اوسمهال لپاره د جګړې د درېدو هیلې ودرولې، خو په ورته مهال یې دا هم لیکلي، چې ښايي دغه خبرې بیا پېل شي؛ ځکه د ورځپاڼې په باور جګړه د حل لار نه ده او سوله یوازې د خبرو اترو له لارې راتلای شي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، چې طالبانو د سولې خبرو کې د نه ګډون لپاره بهانه لټوله او دا چې وايي، د سولې په روانه پروسه کې د دوی استازي نه دي په جریان کې شوي، دا د دې ادعا ښه ثبوت دی. بي بي سي-انګلیسي د سرتاج عزیز ورستیو څرګندونو ته په اشارې، چې ویلي یې وو پر یو شمېر طالب مشرانو نفوذ لري د پوښتنې په توګه لیکلي؛ دا چې طالبانو د سولې پروسه کې د نه ګډون اعلان وکړ، پاکستان بیا ولې ژمنه کوله، چې هغوی له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېنوي؟. رویټرز اژانس په دې اړه لیکلي؛ د ملا عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور د سولې خبرو ته لېوالتیا نه لري او د جګړې پلوی دی. اژانس زیاتوي، ملا منصور ځان له سولې دومره لرې ساتلی، چې آن له خپلو پخوانیو ملګرو سره، چې اوس ترې جلا شوي، هم په جګړه کې ښکېل دی. ګڼو نورو رسنیو هم پر دې موضوع تبصرې او لیکنې کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغان سولې په اړه شوې هڅې باید بې پایلې پای ونه مومي.