د کابل ښار په خورا خوندي او امنه سيمه نوي ښار کې پر بهرنيو وګړو چې ويل کيږي ترکان دي بريد شوی. راپورونه وايي، برید تېر ماخوستن د نوي ښار په حاجي یعقوب څلور لارې کې شوی. عیني شاهدانو ویلي، بهرني وګړي له یوه مارکېټ څخه د راوتو په حال کې و، چې وسله والو پرې ډزې وکړې. د کورنیو چارو وزارت سرچینو پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دغه برید کې یو ترکی وګړی او یو افغان وژل شوي او درې ترکان ټپیان دي. د ویلو ده، چې پرون په ورته بله پېښه کې په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت یو قراردادی کارکوونکی هم وژل شوی و.