نن غرمه مهال دوولس بجې په کندهار ښار کي ولايت مقام ته نژدې موټرسيکل سپرو وسله والو يو پوليس افسر په ډزو سره وواژه .
يوه باوري امنتي سرچينه د پيښي پخلی کوي او وايې چي ياد پوليس افسر د نهمي امنتي حوزې اړوند وو او بريدکوونکي په تيښته بريالي سوي دي .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کوي او وژل سوی کس پوليس افسر نه ، بلکه ملکي وګړی ښيي .
تيره شپه په دوولسمه ناحيه کي هم غلچکي بريدګرو د دې ناحيي وکيل نعمت الله وواژه .