په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کابل کې ښار کې جنايي او ترهګریزې پېښې زیاتې شوې او خلک دغو پېښو اندېښمن کړي؛ خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي او شنونکي باور لري چې دغه پېښې د حکومت له منځه رهبري کېږي.
د هغوی په وینا، په اجرائیه، مقننه او قضایه قوه کې د جنایتکارانو ملاتړي شته او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې ملاتړ کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې وړمه شپه د کابل په تر ټولو خوندي ځای نوي ښار کې یوه وسله وال دوه ترکي او یو افغان وګړي ووژل او درې نور ترکي اتباع یې ټپيان کړل.
د کابل د ۱۰۱ زون د جنایي جرمونو د څېړنې برخې مشر فریدون عبیدني رسنیو ته ویلي چې بریدګر په تېښته بریالی شوی او پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي، په پلازمېنه کې د انسان تښتوونکو او جنایتکارانو لوی بانډونه د حکومت له منځه رهبري کېږي.
نوموړې سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په کابل کې غلا کول، سړي تښتونه او د خلکو وژل د غریبو او بېچاره خلکو کار نه دی، څوک چې په حکومت کې ملاتړ ونه لري، په قضایه قوه کې کسان ونه لري داسې کړنې نه شي کولی.
د هغې په باور. یوه ډله کسان چې په حکومت کې حاکم دي، د غلو او انسان تښتوونکو له بانډونو سره تړلي دي او کله چې همدا غله ونیول شي، د حکومت له منځه کسان یې خوشي کوي او یا یې په قضایه ارګان کې ملاتړ کوي.
نوموړې وايي، تر هغه چې قانون پر ټولو اتباعو یو شان پلی نه شي او د حکومت، مقننه قوې او قضايي بنسټونو له منځه د جنایتکارانو رېښې ونه ایستل شي نه به پلازمېنه خوندي شي او نه به هم د نورو سیمو نا امني، جنایتونه او غلاوې کمې شي.
د مېرمن یون په باور، د کابل په ښار کې له داسې سیمو خلک تښتول کېږي او په داسې سیمو کې خلک وژل کېږي چې په څو مترۍ کې یې د پولیسو پوستې وي.
کابل ښاریان هم وايي چې د غلو او انسان تښتوونکو له بانډونو سره د حکومت له منځه کړۍ ملګرې دي.
د دریمو مکروریانو یوه اوسېدونکي ایمیل سرنوشت ته وویل: ((د ښار له منځه یو سړی تښتول کېږي، نو دا پولیس چېرته وي؟ بیا ولې نه نیول کېږي؟ غلو او انسان تښتونکو ته د تورو شیشو موټر چا ورکړي؟ هغوی وسله له کومه کړې او که ښار ته له ناقانونه موټر او وسلې سره ننوځي ولې یې مخه نه نیول کېږي؟))
پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، حکومت پوهېږي چې په ښار کې غلا او انسان تښتونې څوک کوي.
نوموړي سرنوشت ته وویل، د حکومت زور هغه کړیو ته نه رسېږي چې دا کار کوي.
په همدې حال کې ولسمشر غني تېره ورځ د ملي شورا د شپاړسمې دورې د شپږم امتیازي کال د پیل غونډې ته وویل، چې د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي تر پخوا ښه شوې او ورځ تر بلې د پلازمېنې او ولایتونو امنیتي ستونزې هوارېږي.