اروپايي ټولنه وایي، تر هغو چې د افغانستان په ټاکنیز نظام کې اساسي اصلاحات نه وي رامنځته شوي، ملاتړ به یې ونه کړي. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلیبن د دغه ټکي په څرګندولو سره ویلي، چې د ملي یووالي حکومت باید د ټاکنیز نظام اصلاح خپل لومړېتوب وګرځوي. د ویلو ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په موخه تقنییني فرمان لاسلیک کړی دی.