چارواکي وايي، له طالبانو سره د افغان دولت د استازو مخامخ خبرې تر نامالومې نیټې وځنډېدې. د اجرايه رياست د وياند مرستيال جاوېد فيصل وايي، افغان حکومت د سولې مخامخ خبرو پيلولو کې کومه ستونزه نه لري او څلور اړخیز بهیر هم هڅه کوي، چې د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي. جاوېد فیصل وايي، چې په دغو خبرو کې د طالبانو د نه ګډون تر اعلان وروسته اوس دغه خبرې تر نامالومې نیټې وځنډېدې. له بلې خوا امريکا هم طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي، که نه نو د امریکايي او افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.