افغان ځواکونو د کندهار ولایت هغه سیمې نیولي، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې بهرني ځواکونه په نیولو کې پاتې راغلي وو. د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي، د یاد ولایت په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ دی او آن افغان ځواکونو هغه سیمې هم نیولي، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې بهرنيو ځواکونو له مخالفینو نه شوې نېولی. که څه هم نوموړی د کندهار په ورڅېرمه ولایتونو کې پر ناامنیو اندېښنه ښيي، خو زیاتوي، چې له یادو سیمو کندهار ته د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه یې شپني عملیات پېل کړي دي.