افغان ځواکونو ته ۲ نورې A29 ماډل جنګي الوتکې ورکړل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66215
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-06

په افغانستان کې د ناټو چارواکي وايي چې افغان ځواکونو ته یې دوه نورې A29 جنګي الوتکې هم وروسپارلې. تر دې وړاندې هم دغه ماډل الوتکې افغان ځواکونه ته ورکړل شوې وې. په شمال کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال هارد مورد رینک وايي، دا الوتکې د هغو پوځي مرستو برخه ده چې له افغان ځواکونو سره یې په اړه ژمنې شوي دي. په شمال کې د افغان هوايي ځواکونو قومندان جنرال اشرف کاکړ وايي، چې دغه امریکايي الوتکې په عصري ټکنالوژۍ سنبالې دي او افغان ځواکونو سره به د ترهګرو په ځپلو کې مرسته وکړي. تر دې دمه ناټو افغانستان ته ۱۲ جنګي الوتکې سپارلي او ټاکل شوې، چې تر ۲۰۱۸ کال پورې دغه شمېره ۴۸ ته ورسیږي.