کابل ښاریان او یو شمېر شنونکي وايي، د ملي یووالي حکومت د کار د پیل یو نیم کال تېريږي، خو کابل لا هم بې ښارواله دی او په دغه کار کې حکومتي مشران پړه او دروغجن بولي.
خو اجرائیه ریاست وايي، د کابل ښاروال په ګډون د ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو پر ټاکل کېدو بحث روان دی او ډېر ژر به یو شمېر خالي یا سرپرست بستونو ته نوي کسان وګومارل شي.
د کابل د پنځمې ناحیې اوسېدونکی احمدضیا وايي: ((ولسمشر او اجرائیه رییس دواړه خلکو ته دروغ وايي، په بیا بیا خلکو ته وعدې ورکوي؛ خو هېڅ یو یې نه پوره کوي، د کابل ښاروال ټاکل خو نه د وسله وال مخالف ستونزه ده، نه په کې کوم بهرنی هېواد لاس لري نو دا خو د دوی ضعف دی.))
سیاسي کارپوه ډاکتر فیض محمد ځلاند هم کابل ته د ښاروال نه ټاکل کېدل د ملي یووالي حکومت ضعف بولي او په وینا یې، د چارواکو وېشلي دریځونه د ښاروال د نه ټاکل کېدو لامل دي.
په همدې حال کې پر ټولنیزو رسنیو د کابل ښار ګڼ انځورونه خپاره شوي چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کثافاتو انبارونه او د بارانونو پر مهال د اوبو ډنډونه ښيي چې د خلکو د تګ راتګ لارې یې هم بندې یا له خنډ سره مخ کړې دي.
د ټولنیزو شبکو یو فعال داوود خان وايي، حکومتي مشرانو اوس خلکو ته ځانونه دومره بې باوره کړي، که رښتیا هم ووايي خلکو ته دروغ ښکاري.
د هغه په وینا، ولسمشر او اجرائیه رییس په خپلو ویناوو کې څو ځلې ویلي چې کابل ته به ښاروال وټاکي خو د یوه نیم کال په تېرېدو سره هم دغه کار نه دی شوی.
ښاریان وايي، د ښاروال نشتوالي پلازمېنه د کثافاتو په انبارونو بدله کړې او د ښاروالۍ په چارو کې فساد هم زیات شوی دی.
د خیرخانې د پنصد فاملیو یو اوسېدونکی شېرمحمد وايي: ((د ښاروالۍ خلک په یو او بل نوم له خلکو پیسې شکوي؛ خو د کار یې هېڅ څرک نه لیدل کېږي، نه پر وخت کثافات پاکولی شي نه د اوبو ډنډونه له منځه وړلی شي او نه یې سړکونه سم جوړ کړي، داسې سړکونه ډېر دي چې یو کال پرې تېر شوی اوس ډنډونه ترې جوړ دي؛ خو حکومت بیا هم ښاروال نه ټاکي.))
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي، حکومتي مشرانو د کابل ښاروالۍ په ګډون د ګڼو پوستونو لپاره د افرادو پر ګومارنه بحث کړی او ډېر ژر به دغه کسان وټاکل شي.
فیصل سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د دې لپاره چې وړ او مناسب کسان پیدا او پر یو وخت څو دولتي پوستونو ته خلک معرفي شي د ملي یووالي حکومت مشران اراده لري له خپلو ژمنو سره سم د ټولو خالي او سرپرستو بستونو لپاره نوي کسان وګوماري.
په همدې حال کې داسې ګنګوسې هم شته چې د کابل ښاروالۍ پوست د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو په وېش کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته رسېدلی؛ خو دا چې دوستم اوس یو څه له حکومته لرې شوی نو کابل هم ځکه بې ښارواله دی.