چین د افغان سولې مخامخ خبرو د بیا پېلدو هیله څرګنده کړه. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند هانګ لي په بیجینګ کې خبریالانو ته ویلي، دوی هیله من دي، چې د افغان سولې خبرې بیا پېل شي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواک کې چې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو کې ګډون رد کړ اوس د څلور اړخیز بهیر د غړي په توګه د چین مسؤلیت څه دی وویل: بیجنګ د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو پېل کړو هڅو ته تر هغو دوام ورکوي، چې پایله ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاته کړې، چې هېواد یې له افغان حکومت او خلکو سره د همکارېو پراخه مخینه لري او له خپل ګاونډي افغانستان سره نورو مرستو ته هم ژمن دی.