د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، هېواد یې او نړيواله ټولنه غواړي، له افغانستان سره همکار پاتې شي، خو ددې کار لپاره یو لړ اصلاحاتو ته اړتیا ده. فيليپ هامونډ په کابل کې له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو پر راوستو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د راتلونکو ټاکنو پر وخت ترسره کېدل له افغانستان سره نړيوالو مرستو ته لاره هواروي. هغه دغه راز فساد سره مبارزه او په اقتصادي برخو کې د روڼتیا رامنځته کیدل له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو ددوام اصلي شرایط په ګوته کړي دي.