داسی انګیرل کیږی چی د افغانستان تقریبا ۶۴ فیصده قشر ځوانان دی خو ډيری دغه ځوانانو هغه توانایی چی دوی خدای ج له هغه سره یوځای خلق کړی. په خپل ذهنی لابراتور کی نه پيژنی . دا کار لامل شی چی د ژوند تر پایه سرګردانه وی.مجبور بعضی یی له هیواده بهر ته زړه ښه کړی . بعضی د مخدره موادو او د تروریستانو د خبرو او جذباتی شعارونو ښکار شی اخیر یی د مرګ تبی سر ووهی. یا هغه مقصد ته د ډیرو ستونزو د ګاللو وروسته لاره ومومی د ځوانانو پدی فکر کی غرق وم همدا شعر د فکر خیال ته راننوت چی ځوانانو پکی پیغام نغښتی.
ځوانه! کتاب دی رهنما٬قلم دی ننګ ونیسه
دخوږ هیواد د ورانیدو تورې په زنګ ونیسه
راځــــه رومال شه تړمې اوښکې د وطن پاکې کړه
په خپل ایمان په خپل غیرت مخه د جنګ ونیســــه
تـــــورې خــــطا کړی چـی د علم ډیوی ولـګوو
خپل افغانیت خپله شمله دې خپل فرهنګ ونیســــه
پردي شعار ته؛نور په ژبه زنده باد مه وایه
دتور ښامار د چیچیدو نه می تر څنګ ونیســــــه
داچی ته څوک وې او زه څوک ووم دا به هیر کړو ګرانه
سپینې کفتری سپین بیرغ وزرو کې دنګ ونیســـــه
کــــــه دیتیم دباباجان هیلې تکمیلې شولې
رښتینه بیا په خوشحالۍ د رباب ترنګ ونیســـــه