د پوهنې وزارت له خيالي ښونځيو تر سوځونکي تعصب پورې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66230
سيد سميع الله راشد
دخبریدو نیټه : 2016-03-08


 که خدای مې غاړې بندې نکړي په افغانستان کې ژوند، سياست، پوهه،مينه،وطنپالنه،اسلاميت او ان دا چې وايي افغان يم، افغان دا خبره هم راته هم راته خيالي ښکاري، خپله خبره مې ځکه په خيال پيل کړه چې نن مې د سیګار د راپور په لوستو د فاروق وردګ د خيالي ښونځيو خيالي او بوين خيال بيا په سر کې تاو را تاو شو، ، زه په دې لیکنه کې کوښښ کوم يوازې پر افغاني اړخ يي خبرې وکړم ځکه بهرنیان که دلته هغه د فاروق وردګ په خبره استخباراتي يا رواني جنګ کوي او يا د مطيع الله تراب په خبره زموږ په نوم راوړی خیرات په خپله خوري دا زموږ د فاروق خان او کرزي خان هغه خثی، معامله ګر، د نورو د خوښولو په خاطر پر خپلو د معاملې سياست وو چې نن يي موږ د طالبي، داعشي،سلفي،وهابي، پاکستاني، ایراني او هندي سياستونو ښکار کړي يو، يانې مرو موږ خو امتیاز يي نور اخلي او هغه د بجلیګر ملا د خبرې په اقتباس مرستې زموږ په نوم راشي خو مزې پرې امريکايي سپي او بشرپالان وکړي.
په ټول کې دا خيالي ښونځي اوس اوس د پوهنې نوي وزیر يانې حنيف بلخي چې په تعصب، ناپوهي او کمزوري مديريت کې ساری نلري را برسيره کړي دي خو زه چې ګورم که وردګ دا خيانت کړی دی نو بلخي هم د خپل تعصب د پټيدو په خاطر ټر په پر پټوي خو دا ټر به يي ځکه پټ نشي چې د معارف په تلویزيون کې د قرصک سندرې او د پوهنې په وزارت کې د مسعود انځورونه او په دسيسو د کدرونو لرې کول يي له ورايه چيغي وهي، خو ماته بیا ژړا، افسوس او شرم په دې راځي چې دا خيالي ښونځي د هغه وزیر په وخت کې جوړ شوي دي چې په ښه مدیریت او تدبر يي يو سلاکار ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ صیب يو غټ پټ کتاب يي وبولم که نه پوهيږم هسې د يوې رسمي چاپړوسۍ نوم ورکړم ولیکه او که یوه دوره بل وزير شوی وی شونې ده د کرامت او معجزې په اړه يي هم ښاغلي احمدي صیب ډير زیات خيالي اثار پنځولي وی خو شکر چې د زمان څرخ تاويږي را تاويږي او هر سړی کله په غيږ او کله په موټي کې نه ځاييږي.
شونې ده ډير به دا پوښتنه کوي چې د ښاغلي فاروق وردګ دا خيالي ښونځي به چیرته وي؟ډيرو ته شونې ده معلوم نه وي يا يي هم شونې ده ځينې ځکه رد کړي چې دوی به ورسره حزبي، سمتي، کاري يا هم فکري او.... زړه سوی لري، زه بیا داسې نه يم زه له هر په وطن، افغان او افغانستان مين سړي سره مینه لرم په ما په وطن مين د کارته مامورين، غزني، خوست او پکتيا هندو تر خپل خاين وزیر او ان که مې پلار هم وي ډير ګران دی زه چې د وطن او نورو موضوعاتو په اړه د خپل هندو انجان سنګ شعرونه لولم که مې يو لوري ته له سترګو اوښکې بهوي خو بل لوري ته دا ډاډ هم راکوي چې موږ ټول هم مړه شو نو پښتو به يوازې انجان هم وپال. په هر حال که د فاروق وردګ د ناسمو کړنو غندنه کوم دا په دې مانا نه دی چې زه به سبا د متعصب، عطاپالي او شمالي ټلوالې د ناروغ او ستمي وزیر حنيف بلخي له مريضو رازونو پرده پورته نکړم خو ماته ژړا يوازې او يوازې د خپل ولس په حالت راځي.
راځم برنۍ پوښتنې ده، د فاروق وردګ په وخت کې تر ټولو ډير محروم قوم پښتون او پښتانه وو دا ځکه چې پښتنو نه معياري ښونځي درلودل او نه يي د کابل د پښتون ميشتو سيمو په ګډون په هيڅ ولايت کې د ماشوم د مورنۍ ژبې د زده کړو ارمان پوره شو ان تر دې چې ځينې موسمي غږونه هم فاروق وردګ د ځينو خاصو سلاکارانو پر مټ ځينو ته د څوکۍ او امتياز د ورکړې په بدل کې غلي کړل، فاروق وردګ له دې سره سره چې پښتون، حزبی، وردګ او... بلل کيده خو نه پکې د حزبي اسلامي جذبه، نه پکې د وردګي غیرت او رټه خبره او نه هم پکې د يو پښتون مسوليت منونکي مشر يا وزیر خوی او بوی وو، بس پر موږ را تپل شوی د سرمحقق زلمي هیواد مل سکنی بډه، د حامدخان کرزي رضايي ورور او د نورو قومونو لپاره د خدمت سخت لېواله او جناب عالي وو.
ښه اوس نو تاسو حتمي دا پوښتنه کوی چې د ګل آغا احمدي د کتاب په قول د مدبر وزیر صاب دا ښونځي به وو چیرته؟ زه به يي در وښيم :
غزني:
په غزني کې زنخان يوه لرې پرته ولسوالۍ ده، په دې ولسوالۍ کې کلونه کيږي دولتي حاکميت هيڅ نشته خو د غزني د شته پښتون میشتو ولسواليو په پرتله پکې د علم مينه وال ډير دي، د خلکو په زړونو کې يي د پکتيکا د ولسونو په څير مينه شته،مست او جانانه خلک دي ځکه پکتيکا ته ور نيږدې دي او د دوی ؤزرمت او پکتيکا د خلکو لهجه تقريبا سره نيږدې ده،خو په دې ولسوالۍ کې تر دې نن او د اشرف غني او عبدالله د حکومت د مريض وزیر په وزارت کې هم د ښونکو رسمي تشکيل نشته، د فاروق خان په وخت کې يي ځينې حق الزحمه اي که هغه بل باالمقطع يا اجیر يي چې بولي يوازې ولس بستونه درلودل خو رسمي معاشات تلل، د پوهنې مدیر يي درلود، په ټوله ولسوالۍ کې يوازې يو ښونځی شته او په هغه کې هم رسمي ښونکي نشته نارسمي بستونه اوس بند شوي دي او له سرښونکي او مدير پورې يي ټول په کابل کې د بلخي دروازې ته ولاړ دي څو رسمي بستونه ورکړي خو چې فاروق خان يي غږ وا نه وريد نو بلخي خو يي په زر کاله کې والله که واوري ځکه بلخي د عطا ارمانونه پوره کوي نو دا ارمان يي تر پښتون وژنې په بې علمه پښتون ښه پوره کيدای شي .
لوګر:
له زنخان ولسوالۍ سره په بيخي نيږدې او ګاونډي کې د لوګر خروار ولسوالۍ پرته ده، دا ولسوالۍ هم غرنۍ ده خو په دې ولسوالۍ کې هرڅه خړو غرونو ، وحشت، د وسله والو او قاچاقبرو شتون او سختې ناامنۍ پيکه کړي دي خلک يي په تیرو ۱۴ کلونو کې نه رسمي ولسوالۍ لري نه هم دولتي خدمات او يا وړ سړک، ښونځی او روغتون . تاسو به دا هم اوريدلي وي چې په تیرو څوارلس کلونو کې د يونس قانوني له وزارته بیا د مدبر وزیر صیب فاروق خان وردګ تر سلطنته پورې يوازې يو کس له دولسم ټولګي فارغ نشو خو دې ولسوالۍ ته فاروق خان وردګ د پوهنې مدير ټاکلی وو، معاشونه تلل، خيالي حاضريانې او ښونکي وو خو په تیرو ۱۴ کلونو کې يي يو کس فارغ هم نه درلود.
زابل:
د زابل سيوری،اټغر، شينکۍ او.... هغه ولسوالۍ دي چې په تیرو شپږو کلونو کې يي ډيری ښونځي د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي دي خلکو د همدې وزیر په وخت کې بیا د شته حکومت تر لومړیو دريو مياشتو پورې هم هڅې وکړې چې دلته تړل شوي ښونځي پرانيزي خو دوه شرطونه يي لرل يو دا چې د پوهنې وزارت به ورته کتابونه او رسمي تشکيل ورکوي خو پوره شپږ کاله کيږي هلته هم معاشات ځي، شونې ده کتابونه او نور امتيازات هم تش په نوم ورغلي وي خو باور وکړی هلته هيڅ ډول ښونځی نشته او يوازې په شينکۍ کې يو ښونځی شته چې هغه هم نه رسمي ښونکی لري نه هم کره او پوره معاشات او دا لړۍ تر اوسه هم هلته روانه ده.
کابل:
دا چې کابل مې وويل کيدای شي د سر ويښته مو جيګ شوي وي او زما خبره درته دروغ ښکاره شي خو تاسو ولاړ شی د کابل يوې نيږدې ولسوالۍ قره باغ ته په دې ولسوالۍ کې د پښتنو ځينې قومونه لکه شينواري،ناصر،امرخيل،احمدزي او.... ژوند کوي داسې نه چې خواره واره بیخي په يوه سيمه کې پراته دي او د غوربند تر درې پورې پکې لوکونو انسانان ژوند کوي خو په قره باغ کې یو ښونځي ته ځوانانو د ودانۍ، کتاب، کړکۍ، هېندارو او تختو په خاطر چندې کولې، دا ځکه چې مدبر وزیر صیب له څو ورځو منډو ترړو سره سره له دې ځوانانو سره نه لیدل او که به دې را ټينګ کړ پلمه به يي دا وه چې زه خو يوازې د پښتنو وزیر نه يم د ټول افغانستان وزیر يم، داخو منو چې وزارت، رياست، امريت او مديريت په کابل کې ټوليز دی خو پښتنو له دې جناب څخه کله هم ددې غوښتنه نه وه کړې چې په قره باغ کې دې د بل قوم ښونځی ړنګ شي او تشکيل دې دوی ته ورکول شي بلکه پښتنو ترې يوازې خپل حق غوښت خو دې ښاغلي پوره دوه دورې پښتانه په دغه او هغه وغولول او ياد ښونځی که دروغجن نشم تر ننه هم په چنده په جوړو شویو خامه کوټو کې زده کونکو ته درس ورکوي خو خدای خبر چې معاش به تر اوسه هم ورځي کنه.
نو دا څو ولايتونه مې يوازې د بیلګې په ډول راوړل دا چې د وردګ په ټاټوبي او د علم په کور وردګو کې به خدای خبر په څومره سيمو کې ښونځي نه وي، دا چې په پکتيکا، پکتیا، خوست، کندهار، ننګرهار، نورستان او لغمان کې به څه حال وي دې ته نو يو فکري ډرون الوتکه په کار ده څو وجداني سروې وکړي خو برني ولايتونه هغه دي چې زه پکې پاتې شوی يم، ځينې سروې ګانې مې پکې کړي او له يوې داسې انجيو سره مې پکې کار کړی دی چې زموږ موخه ولسونو ته د پاکو اوبو او نورو خدماتو رسول وو نو له دردونو يي زه ډير ښه خبر يم نور نو ستاسو خوښه چې ما په چا پورې تړی او څومره کنځلې راته کوی، ستاسو خوښه چې زما لیکنه خپروۍ او لولی يي کنه د فاروق خان د خپه کيدو په خاطر يي نه خپروۍ او نه يي لولی ما ولیکله زړه مې تش شو او وجدان مې ارام شو نور نو:
ما درته ویل منن دې نکړو
 ازار ګټلو اوس وهی د چول مزلونه