پر ګرشک ولسوالۍ ډله ییز ځانمرګي بریدونه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66237
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-08

د هلمند ولایت پر ګرشک ولسوالۍ له څو خواوو ډله ییز ځانمرګي بریدونه شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، دا بریدونه نن سهار په شاوخوا شپږ نیمو بجو پیل شوي دي. هغه زیاتوي، چې ډله ییز ځانمرګي بریدونه پر ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت مدیریت او په بازار کې پر یوې بلې ودانۍ شوي دي. نوموړي په دغو پېښو کې د اوښتې مرګ ژوبله په اړه مالومات نه دي ورکړي.