په منځني ختیځ کې لوړپوړی امریکايی جنرال وايي، د اوباما اداره دې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پر شمېر له سره غور وکړي. لیوډ اسټین د امریکا د سنا مجلس پوځي کمیټې ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونه مخ پر پراخېدو دي، له همدې کبله باید په هغه هېواد کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتیرو پر شمېر له سره غور وشي. دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري مېشت دي، چې راتلونکی پسرلی به ۱۰۰۰ نور امریکايي سرتیري هم ورسره یو ځای شي. د بارک اوباما د پلان له مخې دغه شمېر به د روان میلادي کال تر پایه یواځې ۵۵۰۰ ته راټیټ شي.