په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ تر بریدونه وروسته، افغان حکومت له هندي چارواکو غوښتي، چې دغه قونسلګري یوې خوندي سیمې ته ولېږدوي. د هندۍ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې دغه غوښتنه د ننګرهار والي په کابل کې د هند له سفیر منپریت وهرا سره د لیدنې پر مهال کړې. دا مهال په جلال اباد کې د هند قونسلګري د دویمې ناحیې اړوند د پاکستان کونسلګرۍ سره نږدې موقعیت لري. په وروستیو کې پر دې کونسلګرۍ بریدونه وشول، چې پکې ګڼو ملکي او دولتي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.