د امریکا استخبارات: له ګوانټانامو وروستي خوشې شوي ۷ بندیان ترهګرو سره یوځای شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66241
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-08

د امریکا د ملي استخباراتو اداره شک څرګندوي، چې د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د ګوانتنامو اووه پرېښودل شوي زندانیان بېرته له ترهګرو سره یو ځای شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې له ۲۰۰۹ کال راهیسې، چې اوباما واک ترلاسه کړ، له ګوانتنامو ۱۴۴ زندانیان ازاد شوي دي. د امریکا د استخباراتو ملي اداره په هرو شپږو میاشتو کې په دې اړه راپور خپروي، خو ډېر جزییات نه ورکوي، چې دغه کسان چېرته او له کومو ډلو سره یو ځای شوي دي. دا مهال په ګوانتانامو زندان کې ۹۱ بندیان پاتې دي.