سلامت اعظمي : په کندهار کي د ترياکو کښت ۶۵ سلنه کم سوی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66246
لودين
دخبریدو نیټه : 2016-03-10

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيري سلامت اعظمي پرون کندهار ته د سفر پر مهال وويل چي په دغه ولايت کي د کوکنارو کښت ۶۵ سلنه کم سوی دی. نوموړي دا څرګندوني پرون ماځيګر له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي د ليدني پر مهال وکړې. په غونډه کي ځينو ولسوالانو، مخورو، د سيمه ييزو شوراګانو استازو او د فوډ زون مسوولينو ګډون کړی وو. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کي له خپلو فعاليتونو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چي له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ژمنه کړې چي سږ کال به د بديل معيشت په برخه کي خپلي مرستي پنځه برابره ډېروي او کندهار ته به ځانګړې پاملرنه کوي. هغه زياته کړه د کندهار ولايتي اداره ژمنه ده چي د وزارت په مرسته دا سپېڅلې مبارزه پر مخ يوسي له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيري سلامت اعظمي خبر ورکړ چي د کندهار والي د هڅو له امله په دغه ولايت کي د کوکنارو کښت ۶۵ سلنه کم سوی دی او له ټولو سيمه ييزو چارواکو او ولسونو څخه يې مننه وکړه چي په دې سپېڅلې مبارزه کي ورسره همکار دي. نوموړي افغانستان د نشه يي توکو قرباني هيواد وباله او پر نړيوالو يې ږغ وکړ چي د مخدره موادو د کرلو په مخنيوي کي ورسره له اخلاصه ډکه مرسته وکړي. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيري د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کي د ولسونو او سيمه ييزو چارواکو همکاري اړينه وبلله او ژمنه يې وکړه چي کندهار ته به خاصه توجه کوي او د دې مضر بوټي په محوه کي به وس ونه درېغوي.