ارزګان : په دهراوود کي پنجابي جنګياليو جګړه تونده کړې ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66247
لودين
دخبریدو نیټه : 2016-03-10

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د تيرو لسو ورځو راهيسې بنجابيانو د وسله طالبانو په نوم جګړه تونده کړې ده او په سيمه کې يې سلګونه کورنۍ د کورونو پريښودو ته اړ کړي دي ، د ارزګان ولايتي شورا ځايي مسوولين په بې کفايتۍ تورنوي. ولايتي اداره هم د جګړې دوام مني، خو وايې وخت پر وخت يې پر وړاندې عمليآت تر سره کوي ، دهراوود او خاص ارزګان ته د طالبانو ډير جنګيالي تللي دي، چې بنجابيان هم ورسره ملګري دي . د ارزګان د ولايتي شورا غړی محمد ظاهر نادري وايې، دلته د لسو ورځو راهسې جګړه روانه او له کابو کېدو وتلې ده. دوی وايې، سيمې ته پنجابي جنګيالي ورغلي او په پرمختللو وسلو سمبال دي. جګړه په شينغوله، مياندو، جوانه ورخ او نورو نژدې سيمو کې روانه ده. له دهراوود ولسوالۍ څخه ۱۵ سوه کورنۍ د کورونو پريښيدو ته اړ سوي دي او دا مهال په مرکز ترينکوټ او نورو سيمو کې له کړاوونو ډک ژوند تيروي . چارواکي د يو شمير نورو سيمو تر څنګ په دهراوود کې د جګړې د توندوالي خبره مني او وايې، طالبان د ملکي خلکو له کورونو پر امنتي ځواکونو ډزې کوي . دوست محمد ناياب وايې چي په نژدې راتلونکي هلته عمليات هم پيليږي . ارزګان د سويل يو له نارامه ولايتونو څخه دی ، هلته جګړه ورځ تر بلي تونديږي، خو د کابو کولو لپاره يې د حکومت کومه هڅه نه ليدل کيږي ، ارزګان د هلمند سره د سرحدي پولو له امله هم ناامنه دی .