د هېواد د ګازو ماسټر پلان بشپړ شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66248
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-11

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د افغانستان د ګازو د ماسټر پلان مسوده بشپړه شوې او د تصویب په موخه به روانه اونۍ د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي. د دغه ماسټر پلان بنسټیزه موخه چې پر لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله برخو وېشل شوی دی؛ د ګازو په سکتور کې د افغانستان پر ځان بساینه ده. د افغانستان د ګازو د پراختیا ماسټر پلان د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته او د فېشنر په نوم د یوې جرمني کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی. د دغه ماسټر پلان له مخې، ټاکل شوې چې افغانستان په راتلونکو شلو کلونو کې (۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۳۵) د ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي. دا په افغانستان کې د انرژۍ د تولید د شل کلن ماسټر پلان یوه برخه ده چې پر طبیعي ګازو سربېره د انرژۍ نورې سرچینې هم په کې شاملې دي. د انرژۍ د ماسټر پلان له مخې افغانستان به په راتلونکو شلو کلونو کې د انرژۍ په برخه کې د پر ځان بساینې او اقتصادي پراختیا لپاره له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه انرژي چمتو کوي. اوبه، د ډبرو سکاره، ګاز او د تجدید وړ انرژي؛ له کورنیو طبیعي سرچینو څخه چمتو کېږي. همدارنګه د انرژۍ د شل کلان ماسټر پلان پر بنسټ د سیمې له هېوادونو څخه د لوړ ولټاژ لرونکو برېښنايي مزو غځول د افغانستان د اړتیا وړ برېښنا د تامین په بهرنیو سرچینو کې راځي. تر دې مخکې د «افغانستان د برېښنا ماسټر پلان» د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د جرمني هېواد د فېشنر کمپنۍ په تخنیکي مرسته په ۱۳۹۱ کال کې بشپړ شو. د برېښنا د ماسټر پلان له مخې، افغانستان ټولټال ۳۵۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې د شلو کلونو په اوږدو کې (۲۰۱۵-۲۰۳۵) له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې دغه هېواد باید د خودکفایۍ پړاو ته ورسېږي. خو د ګازو ماسټر پلان چې د هېواد د انرژۍ د ماسټر پلان یوه برخه ده، تازه چمتو او تر تصویب وروسته به د عملي کېدو پړاو ته وړاندې شي. د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان د ګازو د پراختیا ماسټر پلان بشپړ شوی دی او ډېر ژر به د تصویب لپاره د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي. د کانونو وزارت ویاند محی الدین نوري وايي چې د وزارت مشرتابه د تېرې چهارشنبې په ورځ په دې اړه غونډه درلوده او د جرمني فېشنر کمپنۍ د ماسټر پلان د مسودې د بشپړېدو خبر ورکړ. نوري همیانۍ ته وویل، ټاکل شوې چې دغه مسوده د تصویب په موخه روانه اونۍ د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي او د تصویب په صورت کې به یاده مسوده په دریو پړاوونو کې تطبیق شي. هغه زیاته کړه، د فېشنر کمپنۍ څېړنې ښيي چې د هېواد په شمال کې د امودریا او افغان-تاجیک په حوزو کې د اوبلنو ګازو پراخې طبیعي زېرمې شتون لري. د نوموړي په وینا د افغانستان د ګازو ماسټر پلان د اسیا پراختیايي بانک په ۷۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت باندې جوړ شوی دی. نوري وویل، افغانستان کولی شي چې د دغه ماسټر پلان پر بنسټ له خپلو طبیعي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې ساحه پراخه کړي او په راتلونکو څو کلونو کې به له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا په تولید او صنعیت کې کار واخیستل شي. د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنۍ سروې څرګندوي چې د افغان-تاجک او امو دریا په نفتي حوزو کې نږدې ۷۴ میلیارده متره مکعب اوبلن ګاز شتون لري. دغه راز د کانونو وزارت خبر ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د هلمند نفتي حوزې او د پکتیا په کټواز کې هم جیولوژیکي سروې پیل شي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دې سروې قرارداد به د ازادې داوطلبۍ له لارې یوه نړیوال معتبر شرکت ته ورکړل شي.