شنونکي: د سیاسي سوداګرو بازار باید نور وتړل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66249
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-11

یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، په اصطلاحاتو او ښه حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیا مسعود د حکومت ضد په څرګندونو سره غواړي هرات ته د قطریانو د راوستلو او د کابل بانک د مجرم خلیل الله فیروزي په قضیه کې شوی فساد پټ او له حکومته لا زیات امتیازات ترلاسه کړي. پوځي شنونکو بیا د مسعود د څرکندونو په ځواب کې بیا وايي چې له امنیتي ځواکونو بهر د وسله والو ډلو رامنځته کول د اساسي قانون خلاف عمل دی او که څوک دغه کار کوي، هغه میلونونه ډالر به هم پر سیند لاهو شي چې پر ډي ډي ار او ډایاګ پروسو لګېدلي. په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود وړمه ورځ په کابل کې د عبدالرحمن سیدخېلي پنځمې تلین غوندې ته په خبرو کې وویل، د مقاومت ډله چې طالبان یې د ټول افغانستان نیولو ته پرې نه ښودل، باید یو ځل بیا سره یو ځای شي او د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه همدراز وویل، په حکومت کې مجاهدینو ته ورکړل شوې ونډه لږه او د دوی د قناعت وړ نه ده نو ځکه باید هغوی ته په هره برخه کې زیات واک ورکړل شي او منزوي نه شي. مسعود همدا راز وویل، د مخالفینو نفوذ ورځ تر بلې په حکومت کې زیاتېږي او په پلازمېنه کې هم په نیمه رسمي ډول فعالیت کوي. سیاسي کارپوه اکبرجان پولاد وايي، احمدضیا مسعود ځکه حکومت ضد څرګندونو ته مخه کړې چې هرات ته د قطریانو د راوستلو پټه معامله او د کابل بانک د مجرم خلیل الله فیرزوي په خوشي کولو کې د شوي فساد کيسې یې رسوا شوې. پولاد سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: ((احمدضیا مسعود او ده ته ورته کسان هر وخت چې امتیازات غواړي یا یوه موضوع پټوي نو مخ پر حکومت ور اړوي او تر یوه مخالف تېرې څرګندونې کوي؛ خو اوس ولس دوی پېژني او د دغو سیاسي سوداګرو بازار باید نور وتړل شي.)) نوموړی همدراز زیاتوي، ولس ته په کار ده چې یو موټی او د یوه د متحد نظام لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي او نور چا ته پر خپل سر د معاملې کولو اجازه ورنه کړي. پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر د ځانګړي استازي څرګندونې او یا له امنیتي ځواکونو بهر د نورو وسله والو ډلو رامنځ ته کول یا په دغه ډول له ترهګرو سره مبارزه د اساسي قانون ماتول او له حکومته بغاوت دی. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دغه ډله اوس پوهېږي چې نور یې بازار په ختمېدو دی نو ځکه کله د مقاومت د شوراګانو غږ اوچتوي، کله نظام نامشروع بولي او کله هم ټول ولس مخالفین بولي. د امرخېل په وینا، د حکومت لویه برخه شتمني اوس هم احمدضیا مسعود او د هغه ډله خوري نو د دې پر ځای چې حکومت امتیازات ورته زیات کړي باید اوسني امتیازات یې هم را کم کړي. هغه وايي، د حکومت له منځه حکومت ضد څرګندونې د امنیتي ځواکونو د کمزوري کولو او ولس ته د روحي شکنجې ورکولو په معنا دي. هڅه مو وکړه پر امنیتي ځواکونو د احمد ضیا مسعود د خبرو د اغېز په اړه د کورنیو چارو یا ملي دفاع وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.