امنيتي چارواکي وايي په لومړي ځل د داعش وسله والې ډلې د غزني ښار اړوند سیمه کې پر يوې پوستې بريد کړى دی. د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل وايي، تېره ورځ یو شمېر وسله والو کسانو چې مخونه يې په تورو ټوکرو پوښلي وو د غزني ښار د عزیز کلا سیمې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ. هغه زياته کړه چې په دې برید کې شپږ وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. امنيه قوماندان وايي د دوى له موبایلونو داسې ویډیوګانې ترلاسه شوي چې ښيي، دغو وسله والو د ملي اردو یو شمېر سرتېري په بې رحمۍ سره وژلي دي. دا لومړی ځل ده چې په غزني کې داعش وسله وال برید کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یوه امریکايي جنرال ویلي وو، چې په افغانستان کې داعش جنګیالي یوازې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې فعالیت کوي.