یو شمېر مدني فعالان او سیاسي شنونکي وايي، چارواکي د دې پر ځای چې له افغانستانه وتونکو کسانو ته یوازې بې معنا پیغامونه ورکړي، هغوی ته دې کاري فرصتونه برابر کړي تر څو اروپا ته د ځوانانو د تګ مخه ونیول شي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۱۵ کال له پیله تر اوسه اروپا ته د تګ په نیت روان شوي یونیم زر افغانان په اوبو کې ډوب شوي او شاوخوا دوه لکه افغانان له هېواده وتلي دي.
تېره ورځ هم کابل ته د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسو افغانانو مړي راوړل شول چې د ترکيې په اوبو کې ډوب شوي وو چې کورنۍ یې د مړو په لېږد کې هم پر حکومت نیوکه کوله.
د مړه شوو کسانو یوه خپلوان نجیب الله خبریالانو ته وویل، افغان حکومت د خپلو اتباعو مړي هم هېواد ته نه راوړي.
ده زیاته کړه: ((لس کسان چې د ترکیې په اوبو کې ډوب شوي، د دوی لپاره دېرش زره ډالر د مړه شوو کسانو کورنیو راټول کړي بیا یې هوايي شرکت ته ورکړي تر څو دغه مړي کابل ته راوړي، حکومت تر وروستۍ شېبې هېڅ هم نه دي کړي.))
د هغه په باور، ځوانان په بې معنا پیغامونو بهر ته له تګه نه ګرځي، بلکې هغوی ته کاري فرصتونه په کار دي چې حکومت یې باید غم وخوري.
د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني هم وایي، هغه څه چې د ولسمشر او اجرائیه رییس له خولې اورېدل کېږي، د مسئولو چارواکو په توګه نه، بلکې یوازې د خواخوږۍ په څېر دي.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، هره ورځ زموږ ځوانان، ښځې او ماشومان د اروپا په نیت له افغانستانه وځي او د ترکيې او یونان په اوبو کې ډوبېږي؛ خو په دوو کلونو کې ورته تر اوسه پر هېڅ بديل فکر نه دی شوی.
دی وايي، کانونه، کرنه، بیارغونه او په قانوني توګه له بهرنیو هېوادونو ته د کارګرانو د ورکړې تړونونه هغه لارې دي چې باید افغان چارواکي یې د بدیل په توګه وکاروي.
په همدې حال کې یوې سرچینې سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دا مهال لسګونه پروژې د تدارکاتو په کمېټه کې بندې دي او میلونونه ډالر هم له همدې امله بېرته مرسته کوونکو ته ګرځېدلي.
دې سرچینې وویل چې یون اپ موسسې د څو میليونه ډالرو په ارزښت مرستندوی ته د یوې پروژې د پیسو ګرځېدل د دغه کار یوه بېلګه ده.
عام وګړي هم پر دې باور دي چې پر افغانستان مرستې هغومره هم نه دې کمې شوې لکه په رسنیو کې چې ویل کېږي.
په لسمه ناحیه کې د یوې موسسې کارکوونکي محمدشریف سرنوشت ته وویل: ((پر افغانستان ټولې مرستې هغومره هم نه دې درېدلې، لکه په رسنیو کې چې بحث پرې کېږي، اوس هم لسګونه هېوادونه په افغانستان کې د پانګونې او له دغه هېواد سره مرستو ته لېوالتیا لري؛ خو د شرایطو نه چمتو کېدل هغه څه دي چې بهرنیان یې له دغه کاره منع کړي دي.))
دی وايي، که د تدارکاتو کمېټه یو څه د پروژو په کتنه کې چټکي وکړي او حکومت له بهرنیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې تړونونه وکړي ښایي ډېر شمېر کسان اروپا ته له تګه را وګرځي.
هڅه مو کړه د کډوالو د تګ، د حکومت د پلانونو او یا د تللو افغانانو د کره شمېر په اړه د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو د وزارت ویاند اسلام الدین جرئت تر بیا بیا هڅو وروسته هم زموږ د خبریال ټيلېفون ته ځواب ونه وایه.