قهرمان: پر طالبانو فشار دی څو ځينې سیمې ونیسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66253
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-13

په هلمند کې د عملیاتو اوپراتیفي مسؤل عبدالجبار قهرمان وایي د پولې له پورې غاړې پر وسلوالو فشار دی، څو په دې ولایت کې جګړه وکړي او ځينې سیمې تر کنټرو لاندې راولي. ویل کېږي چې په هلمند کې وسلوال جګړه کوي او هڅه کوي چې پر ځينو سیمو واکمن شي، خو قهرمان وايي چې دوی به خپلو موخو ته و نه رسېږي. قهرمان زیاته کړه د پولې له پورې غاړي پروسلوالو فشار دی څو ځينې سیمې ونیسي. د هغه په وینا په دې توګه پاکستان غواړي دا وښيي چې طالبان د دوی تر واک لاندې نه دي او دا هر څه په افغانستان کې تر سره کېږي. د قهرمان په وینا طالبان په هغه حد کې نه دي چې په ځينو سیمو واک پیدا کړي. هغه زیاته کړه چې زموږ سرتېري به ددوی هر ډول پلانونه شنډ کړي. ده وویل افغانان د سولې تږي دي او جګړه د حل لار نه ده.