احمد رشید: په افغانستان کې نیابتي جګړه ده او پاکستان پر طالبانو پوره نفوذ لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66254
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-13

د پاکستان مشهور ژورنالیست او شنونکی احمد رشید وايي، څو چې د پاکستان حکومت پر افغان طالبانو فشار رانه وړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هڅې به بې پایلې وي. احمد رشید په کراچۍ کې د پاکستان د نړیوالو چارو په انستیتیوت کې یوه کنفرانس ته په وینا کې وویل چې پاکستان پر افغان طالبانو نفوذ لري او کولی شي دوی د سولې خبرو ته کېنوي. رشید ویلي چې افغان طالبان د پاکستان په داسې سیمو کې اوسي چې د حکومت تر واک لاندې دي. ده دا هم ویلي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه ده که پاکستان له افغاني طالبانو کار اخیستی شي نو هند او اېران هم کولی شي ځان ته وسلوال وروزي او دا جګړه وغځوي. هغه په ۲۰۰۳ کې د طالبانو بیا را پورته کول د پروېز مشرف ستره تېروتنه بللې او ویل یې دي چې دا د سیمې، پاکستان او افغانستان لپاره تر ټولو زیانمن کار و. ده وویل پاکستان اوس هم پر طالبانو واک لري، که دوی ته پخپله خاوره کې ځای ور نه کړي، مرستې ورباندې بندې کړي، دوی به د سولې خبرو ته اړ شي.