د مشرانو جرګې غړي د افغان سولې په تړاو د نړیوالې ټولنې پر صداقت شک څرګندوي او وايي تر هغې، چې نړیوال ضمانت ترلاسه نشي د سولې په تړاو هلې ځلې نتیجه نه ورکوي. د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې د ملي یووالي حکومت په خپلو چارو کې پاتې راغلي. د مشرانو جرګې غړي د هېواد پر سرحدي ولایتونو د راکټي بریدونو په شمول د وسله والو لاس ته د یو شمېر سیمو ورتګ او د امنیت خرابوالی هېواد کې مهمې ننګونې بولي. سناتوران وايي، د هېواد امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی او په ډیری ولایتونو کې د وسله والو فعالیتونو زور اخستی. د مشرانو جرګې یوشمېر غړي همداراز له وسله والو مخالفانو سره د سولې هڅو ته په اشارې وايي، چې د حکومت له لوري د سولې په تړاو څلور اړخیزو هلوځلو مثبته نتیجه نه ده ورکړې. سناتوران وايي، امریکا او نړیواله ټولنه د سولې په برخه کې صداقت نه لري او ترهغې، چې په دې برخه کې نړیوال ضمانت ترلاسه نشي سوله نه راځي.