د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د ترکیې د خلکو استازي او د الفلاح تعلیمي مرکز مشر نورالدین د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره په کتنه کې وویل چې په جلال اباد کې به د دیني زده کړو یو مرکز جوړ کړي. چارواکو هیله څرګنده کړې، چې دا مرکز به د دې سبب شي، څو د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دیني زده کړې د پاکستان پر ځای خپل هېواد کې وکړي. له بلې خوا د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي چې ترکیه غواړي په دغه ولایت کې قونسلګري جوړه کړي. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د ترکیې قونسلګري به د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري، تعلیمي او اقتصادي اړیکو د لا ټینګښت سبب شي.