انقره کې درنې چاودنې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66259
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-13

د ترکیې په پلازمېنې انقره کې تېر ماښام یوې زورورې چاودنې نږدې ۳۰ کسان وژلي او ۷۵ نور یې ټپیان کړي دي. د ترکیې دولتي تلویزیون د راپور پر اساس؛ چاودنه د بسونو یوه تمځای ته نژدې په یوه موټر کې وشوه. شاهدان وايي چې د چاودنې د ځای په شاوخوا کې ګڼې دولتي ودانۍ موقعیت لري او ډېرې ودانۍ یې زیانمنې کړې دي. تېره میاشت هم په انقره کې ورته چاودنه شوې وه چې ۲۸ تنه پکې ووژل شول. د تېرې میاشتې د چاودنې مسوولیت کردۍ ډلې پر غاړه اخیستی و.