ناپيژاندو وسله والو د امنيه قوماندانۍ ښځينه پوليسه ووژل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66260
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2016-03-14

ناپيژاندو وسله والو په کندهار ښار کي د امنيه قوماندانۍ اړوند د پاسپورټ د مديريت ښځينه پوليسه ووژل. وژل سوې ښځه فوزيه نوميدل او نن سهار مهال دندي ته د تګ په حال کي وه چي د چوڼۍ په سيمه کي د ناپيژاندو وسله والو تر بريد لاندي راغله . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کوي خو د وژل سوي ښځي د دندي او هويت په اړه د پلټنو خبر ورکوي . يوه باوري سرچينه وايې چې وژل سوې ښځه ، پوليسه وه او د امنيه قوماندانۍ اړوند د پاسپورټ د مديريت کارکوونکې وه . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .