وکیلان او خلک: د غزني برخه پولیس او تجهیزات د هېواد شمال ته لېږدول کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66262
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-14

د غزني د ولایتي شورا غړي او خلک وايي، کورنیو چارو وزارت ځکه د غزني د پولیسو تشکیلات کم کړي چې غواړي د غزني برخه پولیس او تجهیزات د هېواد په شمال کې هغو سیمو ته ولېږدوي چې چارواکي یې په حکومت کې زور لري. تر دې وړاندې د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل هم ویلي وو، که غزني ښار او یا یې کومه ولسوالي سقوط کوي، مسئولیت یې د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دی. امرخېل وړمه ورځ په غزني کې خبریالانو ته وویل، د غزني د پولیسو تشکیلات په داسې حال کې کم شوي چې درې ولسوالۍ یې د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي. د غزني د ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع وايي، کورنیو چارو وزارت له غزني سره دوه ګونی چلند کوي او د نا امنه غزني د پولیسو تشکیلات یې په داسې حال کې کم کړي چې غزني نورو امنیتي ځواکونو ته هم اړتیا لري. جامع سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د غزني ګیرو، قرباغ او اندړ ولسوالۍ هره شېبه د سقوط له ګواښ سره مخ دي او کورنیو چارو وزارت په دې حال کې هم له غزني سره دوه ګونی چلند کوي. دی وايي، داسې ګنګوسې دي چې د غزني پولیس په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال مرستې او یا هم دغلته نورو هغو خلکو ته ورکول کېږي چې په حکومت کې زور او څوکۍ لري. د هغه په خبره، د امنیه قوماندان خبرې د ټول غزني د خلکو خبرې دي او که ولایت یا یې کومه ولسوالي سقوط کوي، مسوولیت به یې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ پر غاړه وي. عبدالجامع جامع همدراز زیاتوي: ((مخکې زموږ کنډک شهرا اووه سوه تنه وو، خو اوس دوه سوه تنو ته را ټیټ شوی، بل زموږ اوسني امنیتي ځواکونه هم سم نه تجهیزېږي، مثلاً موږ په میاشت کې یو لک د پیکا مرمیو ته اړتیا لرو؛ خو کورنیو چارو وزارت شل زره را استوي چې دا په قصدي ډول یوه سیمه سقوط ته بیول دي.)) د غزني خلک وايي، طالبانو دا مهال د دریو ولسوالیو لارې تړلې او ورځ تر بلې نوې ستونزې جوړوي. د قره باغ یوه اوسېدونکي حیدرخان سرنوشت ته وویل: ((طالبان ورځ تر بلې زیاتېږي او خلکو ته مشکلات پیدا کوي؛ خو حکومت نه یوازې دا چې سر نه پرې خوږوي داسې زمینه سازي کوي چې طالبان پرمختګ وکړي.)) دی وايي، دا چې په تېر یوه کال کې په غزني د طالبانو پر ضد نه کوم لوی عملیات شوي او نه هم امنیتي ځواکونه په سم ډول تجهیز شوي د دې ښه بېلګه ده چې د حکومت دننه یوه کړۍ د غزني په اړه بېل پروګرام لري. دغه شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې درې میاشتې وړاندې طالبانو پر غزني ښار څو ځلې د برید تابیا کړې وه او امنیتي ځواکونو بېرته پر شا وتمبول. تر دې وړاندې طالبانو د یوې جګړې پر مهال غزني زندان هم مات کړی و چې سلګونه کسان یې ترې خوشي کړل او خوشي شوي کسان د غزني امنیت ته نوی سرخوږی شول. هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو هغوی تر بیا بیا هڅو وروسته هم زموږ د خبریال ټيلېفون ته ځواب ونه وایه.