په کابل کې د روسيې سفير وايي، هيواد يې د نورو برخو ترڅنګ له افغان امنيتي ځواکونو سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د روسيې سفير الکساندر مانتیتسکي دغه څرګندونې د اجرائيه رياست له لومړي مرستيال محمد خان سره په ليدنه کې کړي. په ياده کتنه کې په کابل کې د روسيې سفير له افغان حکومت سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې روسيه به په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له افغان پوځ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. مانتیتسکي دغه راز ویلي، چې هېواد به یې به له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم خپلې اړیکې لا پراخې کړي. د ده په خبره، روسيه ارام او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولي او په دغه لاره کې به هېڅ ډول مرستې و نه سپموي.