د چاه آب ولسوال، امنیه قوماندان او د امنیت مدیر له دندې ګوښه شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66266
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-15

د تخار والي د دې ولايت د چاه آب ولسوالۍ درې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي. د والي وياند سنت الله تيمور وايي، والي ډاکټر محمد ياسين ضياء، تېره ورځ په يوې امنيتي غونډه کې د چاه آب ولسوال محمد عطا طهوري، امنيه قومندان جبارخان او د امنيت مدير له دندو ګوښه کړل. نوموړي د دې کسانو د ګوښه کېدو لامل په ياده ولسوالۍ کې د لاريون کوونکو له لوري د دوو کسانو وژل په ګوته کړل. شا و خوا يوه اونۍ وړاندې په چاه آب ولسوالۍ کې د يوه ډاکټر تر وژل کېدو وروسته، پولیسو د هغه وژونکي مرکز تالقانو ته لېږدول، خو د سيمې اوسېدونکو تورن کسان د پولیسو له موټره راښکته کړي او وژلي وو.