ولسمشر: سوله ستراتېژیکه حوصله غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66270
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-15

ولسمشر اشرف غني چې پرون یې د ناټو سازمان له سرمنشي جینز سټولټنبرګ سره په کابل کې ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل چې حکومت یې د سولې ټینګښت ته ژمن دی. نوموړي وویل، د سولې په څلور اړخیزو ناستو کې د دوست او دوښمن تفکیک شوی او حکومت به د هغو جنګیالیو پرضد مشروع قوه وکاروي چې له جګړې لاس نه اخلي. هغه زیاته کړه، د سولې راتلونکي پړاوونه به روښانه کړي چې کوم لوری په دغو خبرو کې د ګډون اراده لري او څوک جګړې ته دوام ورکوي. د ولسمشر غني په وینا، نړیوالو تجربو ښودلې چې د سولې زیاتره تړونونه تر انعقاد وروسته بېرته مات شوي دي. هغه له نړیوال ترورېزم سره پر مبارزې یو ځل بیا ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه چې داعش وسله وال په ننګرهار کې د تېښتې په حال کې دي. په دې غونډه کې د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ تېر کال د افغان ځواکونو لپاره یو سخت کال وباله، خو زیاته یې کړه؛ افغان ځواکونو وکولای شول چې د خپل هېواد بشپړ امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي. نوموړي وویل د افغان ځواکونو وړتیاوې ورځ تر بلې ډېرېږي او هغوی اوس په هوايي بریدونو کې هم برخه اخلي. نوموړي له افغانستان سره د ناټو سازمان پر دوامداره مرستې ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې افغان ځواکونه یوازې نه دي، بلکې ناټو او نړیواله ټولنه له یوې لسیزې راهیسې له دوی سره په ګډه کار کوي. هغه وویل:«موږ افغانستان ته قوي تعهد لرو او نږدې همکاري کوو، د افغانستان د اوږد مهاله بریالیتوب لپاره باید ډېر کارونه ترسره شي.» د ناټو سرمنشي له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د اداري فساد په برخه کې باید جدي ګامونه واخلي او زیاتوي چې پر افغانستان ځواکونو باید پراخه پانګونه وشي. هغه د افغانستان په اړه د وارسا په جوړېدونکي کنفرانس کې چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړېږي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه. ده وویل:«موږ هڅه کوو چې د ناټو او افغانستان ترمنځ اړیکې پیاوړې کړو، تاسو د ناټو په څېر یو نږدې او ډاډمن همکار لرئ.» خو د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ۲۰۱۶ کال له امنیت پلوه د افغانستان لپاره ننګونکی کال وباله. نوموړي دغه راز وویل چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو اوس د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا پیدا کړې ده.