چین: نړېواله ټولنه دې د افغان حکومت ملاتړ وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66272
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-15

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي پر نړېوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي. د شینهوا خبري اژاسن د راپور له مخې؛ لېو جي یې تېره ورځ د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په ملګرو ملتونو کې د یوې ناستې پر مهال وویل، چې نړېواله ټولنه باید د افغان ځواکونو په ظرفیت لوړولو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت باید د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ په برخو کې هم د نړېوالې ټولنې همکاري ولري. لېو جي یې د افغان سولې پروسه کې د چین رول ته په اشارې ویلي، چې دغه هېواد د افغانستان د یوه ښه ګاونډي په توګه د افغان جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي، چې له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني او د سیمې له نورو هېوادونو سره په پرمختیايي چارو کې سیالي وکړي.