د مشرانو جرګې مشر او یو شمېر غړي وايي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونو خلکو ته اندېښنې پیدا کړې او له دغه ډول څرګندونو باید ډډه وشي. د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، امریکايي چارواکي باید د افغانستان په اړه له نهیلي کوونکو څرګندونو ډډه وکړي؛ ځکه چې دغه ډول څرګندونې د خلکو د اندېښنې لامل کېږي. نوموړی وايي، بهرنیانو په ځانګړې توګه امريکايي چارواکو د افغانستان د وضعیت د راتلونکي په اړه نهیلې کوونکې خبرې کړې دي. هغوی ویلي چې افغان حکومت ښايي په روان میلادي کال کې له سیاسي سقوط سره مخ شي او ځینو په دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان جګړه به نوره هم سخته. مسلمیار دغه راز وویل چې وسله وال مخالفین بهرنی ملاتړ لري او د بهرنیانو له لوري د وسله والو مخالفینو تجهیز او تمویل به ډېرې خطرناکې پایلې ولري.