د امرِيکا پرمختيايي ادارې په کندهار پوهنتون کي ( د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پياوړتيا ) په نوم نوی پروګرام پيل کړ ، د پوهنتون اداره وايې چي په دې سره به فارغو محصلينو ته د دندو پيدا کولو په برخه کي هڅي چټکي سي ، خو ها خوا بيا محصلين تر فارغه کيدو وروسته د کار موندني په برخه کي د ستونزو څخه يادونه کوي
تر لوړو زده کړو وروسته بې روزګاري هغه ستونزه ده چي له امله يې فارغ محصلين پر خپل زيار پښيمانه کړي دي ، په کندهار کي تر لوړو زده کړو وروسته په زياته پيمانه فارغه محصلين اوس هم بې دندو ګرځي او د زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي .
دا محصلين وايې ، دلته سيسټم پر روابطو ولاړ دی ، مسلکيتوب ته پآملرنه نه کيږي ، وړتيا ته توجه کمه ده او يو شمير نوري ستونزي دي چي له امله يې دولتي او خصوصي سکتور دواړه د نه پرمختګ سره مخ دي .
د محصلينو د دندي پيدا کولو دپاره په کندهار پوهنتون کي د کار موندني مرکز سته .
دا مرکز فارغو محصلينو ته د کارموندني په برخه کي کار کوي .
په دې مرکز کي نن د امريکا د پرمختيايي ادارې ( USAID) په مرسته د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او د بشري ځواک د پرمختګ پروګرام پيل سو ، د دې پروګرام مسوولين واېي ، چي له دې لاري محصلينو ته د مسلکي مهارتونو د لوړلو په موخه زده کړي ورکول کيږي ، څو له لاري يې محصلين د دندو په پيدا کولو وتوانيږي .
د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير طوطاخېل وايې ، چي محصلينو ته د مسلکي مهارتونو زده کړي مخکي هم رواني وي او دا چي نوري هم پراخيږي د پرمختګ دپاره ښه ګام دی .
نوموړي په دې اړه جوړي سوي غونډي ته وويل ، چي د وروستي کال او همداراز فارغه محصلين دي له دې فرصتونو ګټه واخلي څو د دندي د دپيدا کيدو په برخه کي بريالي سي .
هر کال د ټولو هيواد له پوهنتونونو لسګونه زره کسان فارغيږي ، خو وروسته د دندي په پيدا کيدو کي د زياتو ستونزو سره مخ وي ، شنونکي يې لاملونه د ضوابطو پر ځای روابطو ته ارزښت ، ناامني ، فساد ، د محصلينو مسلکي کمزوري او يو شمير نور څه ښيي