د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چي د طالبانو د مالي او جنګي ملاتړ سرچيني زياتي سوي د او روسيه هم د طالبانو سره په همکاري تورنوي .
نوموړي نن يوې خبري ناستي ته وويل ، چي پاکستان هم د طالبانو سره خپل همکاري زياته کړې ده او په دې وروستيو کې يې د طالبانو په فوځي همکاري د ډورنډ کرښې دې خوا ته پر ځمکني حاکميت بريدونه هم پيل کړي دي .
نوموړي د خبريالانو د پوښتونو د ځوابونو په يوه برخه کي زياته کړه چي روسي هييت هم د طالبانو ليدني کتني کړي دي .
جنرال عبدالرازق د سولې د خبرو هڅو ته په اشارې سره وويل ، چي په برخه کي د پاکستان همکارۍ ته په تمه کيدل هڅي تير ايستنه ده او پاکستان د طالبانو سره خپلي همکارۍ نوري هم زياتي کړي دي ، د هغه په ټکو چي پاکستان اوس طالبانو ته درني وسلې هم ورکوي .
د نوموړي په خبره ، چي پاکستان د طالبانو په جنګي مرسته د ډورنډ کرښې دې خوا ته د افغانستان پر ځمکني حاکميت هم بريدونه کوي ، چي دوې پيښي يې ده چي دکندهارپه معروف ولسوالى کي پرافغان خاوره تر سره سوي بريدونه هم دي چي دوی يې مخه هم نيولې ده :
امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ټينګار کوي چي د سولي د خبرو دپاره بايد لاره بدله سي ، نوموړی وايې چي تجربو د پاکستان نه همکاري ثابته کړې ده او په دې برخه کي پاکستان ته تمه کول د وخت ضايعه کيدل دي .