امریکایي ورځپاڼه لیکونکي فرانکلن لامب په خپله یوه لیکنه کې ویلي، چې نوموړي ۴ تنه سوري ماشومان په ۶۰۰ ډالره پېرلي دي. هغه زیاته کړې، دا ماشومان یې په لبنان کې له یوې کډوالې سوري میرمنې پېرلي، چې دوه یې ۵ کلنې نجونې، یو “یو” هلک او بل د هغوی اته کلن ورور دی. نوموړی وايي دغې سوري میرمن ورته ویلي، چې د یادو ماشومانو کورنۍ په حلب کې د بمبارۍ له امله له منځه تللې او دا یې ګاونډۍ ده. فرانکلن لامب ویلي، دې ښځې ترې د ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو غوښتنه کړې، خو ده څلور واړه ماشومان ترې په ۶۰۰ امریکايي ډالرو پېرلي دي. لامب وايي، دا کار یې د خواخوږۍ او بشري احساس له مخې کړی او دا مهال د دغو کوچنیانو په سالمه روزنه بوخت دی.