ترکیه وايي، په استانبول کې د وړمې ورځې ځانمرگی بريد داعش ډلې کړى دى. دې بريد کې چې د استانبول يو بازار کې شوی و څلور کسان وژل شوي او لسگونه نور ژوبل شوي وو. د ترکیې د کورنېو چارو وزير په دې اړه د څرګندولو پر مهال وويل، چې د بريد په تړاو له پنځو کسانو پوښتنې شوې دي. دې بريد کې درې اسراييليان او يو ايرانى وژل شوي او له ٣٦ ژوبلو کسانو څخه يوولس يې اسراييلي وګړي دي. تر دې پېښې وروسته د اسراييلو حکومت له خپلو وگړو غوښتي چې ترکيې ته له تگ څخه ډډه وکړي. تر دې وړاندې هم داعش ډلې ترکيه کې يو شمېر بريدونه ترسره کړي دي. په دې لړ کې وروستى برید په جنورۍ مياشت کې په استانبول کې شوی و، چې ١٢ جرمني سيلانيان پکې وژل شوي وو.