د افغانستان او ایران ولسمشرانو د نوروز په مناسبت له یو بل سره د ټېلفوني خبرو په ترڅ کې پر خپلمنځي اړیکو نظرونه تبادله کړي دي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغې اړیکې پر مهال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه ایراني ساري حسن روحاني د دوو هیوادونو تر منځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. سرچینه زیاتوي دواړو مشرانو یو بل ته د نوي ۱۳۹۵ لمریز کال مبارکي ورکړه او په بېلابېلو برخو کې یې پر اړیکو او ګډ کار خبرې اترې وکړې.