پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا د ستراتیژیک تړون پر اساس باید پر افغانستان د پاکستان د تېریو مخه ونیسي. کرزي د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په خپل پېغام کې ویلي، چې پاکستان تېر کال په افغانستان کې بریدونه کړي، هیلوکوپټرو یې د هېواد په ختیځ کې بمبارۍ کړي، خو امریکا د ستراتیژیک تړون پر اساس په دې برخه کې خپل مسؤلیت نه دی پر ځای کړی. د نوموړي په وینا امریکا د ستراتیژیک تړون پر اساس مسؤلیت لري، چې له افغان حکومت سره په ګډه د دا ډول تېریو مخه ونیسي. کرزي زیاته کړې، دا زما حق دی، چې د پاکستان د تېریو او د امریکا له لوري د ژمنو په ماتېدو خپل غږ اوچت کړم. هغه هیله څرګنده کړې چې نوی کال د سولې، امن، ورورولۍ او پرمختګ کال اوسي. پخواني ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د سولې پروسې سره یوځای شي او په دې ډول د خپل هېواد له ثبات او پرمختګ سره مرسته وکړي.