اوباما کیوبا ته د تاریخي سفر په لړ کې له ولسمشر راول کاسټرول سره ولیدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66300
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-21

د امریکا ولسمشر بارک اوباما کیوبا ته د یوه تاریخي سفر په لړ کې د هغه هېواد له ولسمشر راول کاسټرو سره ولیدل. له تېرو ۹۰ کلونو راهیسې دا کیوبا ته د امریکا د ولسمشر لومړنی سفر دی چې کیږي. د دغه تاریخي سفر موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو عادي کول او د یو شمېر اختلافاتو له منځه وړل ښودل شوي دي. اوباما به د کیوبا ولس ته په وینا کې د خپل دغه سفر مهم اهداف روښانه کړي. د ویلو ده، چې د دویمې نړېوالې جګړې پر مهال کیوبا او امریکا د یو بل دښمن هېوادونه وو. تر هغې وروسته امریکا پر کېوبا یو شمېر اقتصادي بندیزونه لګولي، چې لا هم پر ځای پاتې دي.