په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي عمومي قوماندان له پاکستاني چارواکو سره د ډېورنډ فرضي کرښې پر امنیت او د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړي. د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې؛ جنرال جان نېکولسن تېره ورځ هغه هېواد ته په سفر تللی دی. سرچینې زیاتوي، نوموړي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره د لیدنې پر مهال له هغه غوښتي، چې له طالبانو سره د افغانستان حکومت د سولې پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام او د ډېورنډ فرضي کرښې د امنیت په اړه له افغان لوري سره په ګډه کار وکړي. نېکولسن څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده پېل کړه. دا پاکستان ته په افغانستان کې د ناټو د قوماندان په توګه د هغه لومړنی سفر دی.